د تقوا پاڼه
لیکوال: بېلابېل
د کتاب لنډیز
تقوا په اسلام کې ډېر مهم صفت دی. تقوا معنی دا ده چې انسان د الله تعالی څخه وېرېږي او د هغه د حکمونو مطابق خپل ژوند تېر کړي. یعنې انسان له ګناهونو ځان ساتي او نېک کارونه کوي. د متقي انسان نښه دا ده چې هغه دروغ نه وایي، ظلم نه کوي، د خلکو حق نه خوري او د الله عبادت په اخلاص سره کوي. هغه په پټه او ښکاره دواړو حالاتو کې ځان د الله له نافرمانۍ ساتي. الله تعالی په قرآن کې فرمایي چې د هغه په نزد تر ټولو عزتمند انسان هغه دی چې ډېر متقي وي. دا معنا چې عزت د مال یا مقام په زیاتوالي کې نه دی، بلکې په تقوا کې دی. تقوا انسان ته سمه لاره ښيي، زړه اراموي او د ژوند مشکلات ورته اسانه کوي. څوک چې تقوا ولري، هغه د ښه اخلاقو، صبر او صداقت ژوند کوي. په لنډه توګه، تقوا دا ده چې انسان د الله ویره په زړه کې ولري او هر عمل د هغه د رضا لپاره وکړي.