د ژبي د تدریس اصول
لیکوال: پوهندوی محمود ساپی
د کتاب لنډیز
د ژبپوهنه له نظره د ژبې د تدریس اصول هغه بنسټیزې لارې چارې دي چې د یوې ژبې زده کړه اسانه، اغېزمنه او دوامداره کوي. دا اصول د تدریس په کیفیت او د زدهکوونکو په پرمختګ مستقیم اغېز لري. لومړی اصل د زدهکوونکي محوري تدریس دی. یعنې ښوونه باید د زدهکوونکو اړتیاوو، کچې او علاقې ته په پام سره ترسره شي، نه یوازې د ښوونکي د وینا پر بنسټ. دوهم، تدریس باید له ساده څخه پېچلي ته ولاړ وي. زدهکوونکي باید لومړی اساسي لغاتونه او جملې زده کړي، بیا ورو ورو پرمختللو جوړښتونو ته ولاړ شي. درېیم، عملي کار ډېر مهم دی. ژبه یوازې په لوستلو نه زده کېږي؛ بلکې خبرې کول، اورېدل، لیکل او لوستل ټول باید په ګډه تمرین شي. څلورم، تکرار او دوامدار تمرین ضروري دی. د ژبې مهارتونه د تمرین له لارې پیاوړي کېږي او که تمرین نه وي، ژر هېرېږي. پنځم، د مانا پر بنسټ تدریس مهم دی. یعنې زدهکوونکي باید یوازې قواعد حفظ نه کړي، بلکې پوه شي چې دا جملې او کلمې په کومو حالاتو کې کارول کېږي. شپږم، د تېروتنو منل او اصلاح کول. تېروتنې د زده کړې طبیعي برخه ده، نو ښوونکی باید په مناسب ډول اصلاح وکړي، نه دا چې زدهکوونکی وډار کړي. اووم، د کلتور شاملول. ژبه د کلتور برخه ده، نو د ژبې تر څنګ باید د هغې کلتوري اړخونه هم وروښودل شي. اتم، د بېلابېلو میتودونو کارول. لکه د رول لوبول، ګروپي کار، اورېدني او لیدني مواد، تر څو زده کړه جذابه شي. په ټوله کې، د ژبې بریالی تدریس هغه دی چې زدهکوونکی فعاله برخه واخلي، عملي تمرین وکړي او ژبه په واقعي ژوند کې وکاروي.