د سوفي نړۍ
وړیا ډاونلوډDownload Free /
د کتاب معلومات
د کتاب نمبر: #2669
اضافه شوی: 2026/04/28
فارمټ: PDF
کټګورۍ: تاریخي او څېړنيزي مقالې چاپ کال: 2023
لیکوال: جوسټين ګارډر
د کتاب لنډیز

Sophie's World د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ سوفي کیسه ده چې یوه ورځ ورته نامعلوم لیکونه راځي. په دې لیکونو کې د ژوند او نړۍ په اړه ژورې پوښتنې وي. سوفي د دې پوښتنو په لټه کې کېږي. وروسته یو استاد، البرټو ناکس، له هغې سره اړیکه نیسي او د فلسفې درسونه پیلوي. هغه سوفي ته د فلسفې تاریخ له پخوانیو یوناني فیلسوفانو نه تر عصري مفکرینو پورې په ساده ډول ور زده کوي. سوفي ورو ورو زده کوي چې څنګه د انسان، طبیعت او حقیقت په اړه فکر وکړي. په کیسه کې بل مهم اړخ دا دی چې سوفي د یوې بلې نجلۍ هیلده په اړه معلومات پیدا کوي. وروسته معلومه شي چې سوفي او البرټو د هیلده د پلار له خوا په یوه کتاب کې جوړ شوي کرکټرونه دي. هغوی هڅه کوي چې له دې کیسې څخه ځانونه ازاد کړي. په پای کې، که څه هم هغوی بشپړ ازاد نه شي، خو لوستونکي ته دا پیغام ورکول کېږي چې نړۍ کې هر څه ممکن د فکر او پوښتنې له لارې ښه درک شي، او انسان باید تل د حقیقت په لټه کې وي.