هغه پیاوړي لارې چارې چي انديښنه ختموي
لیکوال: ډاکټر محمد رقیب فاروق وردګ
د کتاب لنډیز
اندېښنه د ذهن یو فشار دی چې د فکرونو د ګډوډۍ له امله رامنځته کېږي او د انسان آرامي له منځه وړي د اندېښنې د کمولو لپاره ژور او منظم تنفس ډېر مهم دی ځکه ذهن ته سکون ورکوي ورځنی ورزش او حرکت د بدن هورمونونه توازن ته راولي او د اندېښنې احساس کموي ښه او کافي خوب د ذهن د تازه کېدو سبب کېږي او فکرونه منظموي مثبت فکر کول د انسان د لید لوری بدلوي او منفي سوچونه کموي د قرآن تلاوت، دعا او عبادت زړه ته آرام او روح ته سکون بخښي له دوستانو او کورنۍ سره خبرې کول د ذهني فشار په کمولو کې مرسته کوي د ورځنیو کارونو منظم پلان جوړول د بې ځایه تشویش مخه نیسي له موبایل او ټولنیزو رسنیو کم استفاده ذهن له اضافي معلوماتو ژغوري که اندېښنه ډېره شي نو د متخصص یا ډاکټر سره مشوره کول غوره حل دی