خوارځواکی سوی تغذی
لیکوال: د عامي روغتيا وزارت
د کتاب لنډیز
خوارځواکي يا سوء تغذيه هغه حالت ته ويل کېږي چې د انسان بدن ته کافي او مناسب غذايي مواد ونه رسېږي، يا غذا متوازنه نه وي. دا ستونزه په ځانګړي ډول ماشومانو، امېندواره ښځو او ناروغانو کې ډېره ليدل کېږي. د خوارځواکۍ مهم لاملونه: د خوړو کمښت بېوزلي ناروغۍ د ويټامينونو او پروټين کموالی ناسم خوراکي عادتونه نښې يې: کمزوري او ستړيا د وزن کمېدل د ودې ټکني کېدل د بدن دفاعي ځواک کمېدل د پوستکي او وېښتانو خرابوالی د مخنيوي لارې: متوازنه غذا خوړل د مېوو، سبزيجاتو، شيدو او پروټيني خوړو استعمال پاکې اوبه او حفظ الصحه د ماشومانو مناسب تغذيه او واکسينونه اساسي پيغام: ښه تغذيه د سالم ژوند بنسټ دی، او خوارځواکي د انسان د صحت، ودې او ذهني ځواک لپاره جدي خطر ګڼل کېږي۔