د کار موندنې په ازموينه کې د برخې اخيستلو لارښود
لیکوال: محراب الدين واکمن
د کتاب لنډیز
دا کتاب د کار موندنې د ازموینو لپاره یو عملي لارښود دی چې لوستونکي ته د چمتووالي او بریا لارې چارې ښيي. پکې بیانېږي چې د ازموینې لپاره منظم پلان، مطالعه او تمرین ډېر مهم دي. کتاب د ازموینو ډولونه، د پوښتنو طریقه او د مرکې (Interview) اصول تشریح کوي او ښيي چې څنګه باید یو کس خپل معلومات، مهارتونه او شخصیت په ښه ډول وړاندې کړي. همدارنګه د وخت تنظیم، پر ځان باور، تمرکز او د ذهني فشار کنټرول لارې چارې هم بیانوي، څو ګډونوال وکولای شي په ډاډه زړه ازموینه ورکړي. په دې کې د CV یا سوانحو لیکلو، رسمي چلند او د کاري چاپېریال اړوند مهمې لارښوونې هم شاملې دي. په پای کې، کتاب دا نتیجه وړاندې کوي چې بریا یوازې په پوهه نه، بلکې په ښه چمتووالي، اعتماد او دوامدار تمرین پورې تړلې ده.