د کوچنیانو د روغتیا نرسنګ
لیکوال: استاد عزت الله عزیزی
د کتاب لنډیز
د کوچنیانو د روغتیا نرسنګ د نرسنګ هغه ځانګړې څانګه ده چې د ماشومانو د روغتیا ساتنې، ناروغیو د مخنیوي، درملنې او پاملرنې سره تړاو لري. په دې برخه کې نرسان د نوي زېږېدلو ماشومانو، تنکیو ماشومانو او نوو ځوانانو د فزیکي، ذهني او عاطفي روغتیا د ښه والي لپاره کار کوي. د کوچنیانو نرسنګ د ماشوم د ودې او پرمختګ څارنه کوي او د عمر له اړتیاوو سره سم پاملرنه برابروي. واکسین کول، د تغذیې لارښوونه، د ناروغیو مخنیوی او د والدینو روزنه د دې څانګې مهمې دندې دي. نرسان د ماشومانو د عامو ناروغیو لکه اسهال، تنفسي انتاناتو او خوارځواکۍ په تشخیص او پاملرنه کې هم مهم رول لري. همدارنګه د کوچنیانو نرسنګ د ناروغ ماشوم او د هغه د کورنۍ ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي او والدینو ته د ماشوم د پاملرنې، حفظ الصحې او سالمې تغذیې په اړه اړینې مشورې ورکوي. د دې څانګې اساسي موخه د ماشومانو د روغتیا ساتنه، د ناروغیو کمول او د سالمې ودې او پرمختګ لپاره مناسب شرایط برابرول دي