د زړه ناروغی
کټګورۍ:
روغتیایي
چاپ کال:
1387
لیکوال: بېلابېل
د کتاب لنډیز
د زړه ناروغي هغه حالت ته ویل کېږي چې د زړه عادي فعالیت ګډوډ شي او د وینې پمپ کولو وړتیا یې کمزورې شي. دا ناروغۍ بېلابېل ډولونه لري لکه د زړه حمله، د وینې رګونو بندښت او د زړه د عضلې کمزوري. د دې ناروغیو مهم لاملونه لوړ فشار، شکر، سګرټ څکول او غیر صحي ژوند دی. په ناروغ کې د سینې درد، ساه لنډي او ستړیا لیدل کېږي. ځینې وخت د زړه ضربان غیر منظم کېږي. د وینې د رګونو بندښت د زړه د حملې سبب ګرځي. تشخیص د ECG، اکو او د وینې ټیسټونو له لارې کېږي. درملنه کې دواګانې، ژوند طرز بدلول او کله ناکله جراحي شاملې وي. د سالمې غذا او ورزش له لارې د زړه ناروغۍ مخنیوی کېدای شي. د زړه ناروغي د انسان د ژوند لپاره جدي او خطرناکه ستونزه ګڼل کېږي.