د تانسل ناروغۍ معرفت او درملنه یې
لیکوال: بیولوژي څانګه
د کتاب لنډیز
د تانسل ناروغي د ستوني د شاته برخې د تانسلونو التهاب او پړسوب ته ویل کېږي چې زیاتره د ویروس یا بکتریا له امله رامنځته کېږي. دا ناروغي په ماشومانو او ځوانانو کې ډېره لیدل کېږي. اصلي نښه یې د ستوني درد، تبه او د خوړو په تېرولو کې ستونزه ده. کله ناکله د سر درد او د بدن عمومي کمزوري هم ورسره وي. تانسلونه سور او پړسیدلي ښکاري او د خولې بد بوی هم پیدا کېږي. د دې ناروغۍ عام لاملونه زکام، فلو او Streptococcus بکتریا دي. که ناروغي ویروسي وي، نو عموماً په خپله ښه کېږي. د درملنې لپاره استراحت، ګرم مایعات او غرغره کول ګټور دي. د درد او تبې لپاره ساده مسکن درمل لکه پاراسټامول کارول کېږي. که بکتریايي وي، نو د ډاکټر په مشوره انټي بیوټیک ورکول کېږي. په سختو او تکراري حالاتو کې د تانسل جراحي هم ترسره کېدای شي. مخنیوی یې د پاکوالي، ښه تغذیې او له ناروغانو څخه د لرې والي په وسیله کېږي.