اروایي روغتیا
لیکوال: هاري او بونارواوراسټریټ
د کتاب لنډیز
دا کتاب د اروايي روغتیا په اهمیت، ساتنې او د انسان پر ژوند د هغې د اغېزو په اړه بحث کوي. لیکوال بیانوي چې اروايي روغتیا د انسان د هوساینې، فکري آرامۍ او ټولنیز ژوند مهمه برخه ده. په کتاب کې د ذهني فشار، اندېښنې، خپګان، وېرې او نورو اروايي ستونزو لاملونه او اغېزې تشریح شوې دي. همدارنګه د سالم فکر، مثبت چلند او متوازن ژوند د ارزښت یادونه شوې ده. په دې اثر کې د اروايي روغتیا د ساتنې لارې چارې، لکه د کورنۍ ملاتړ، ښه ټولنیزې اړیکې، مناسب استراحت، ورزش او د ستونزو د حل مثبتې طریقې بیان شوې دي. لیکوال د ځان باور، صبر، هیله مندۍ او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت اهمیت هم روښانه کوي. همدارنګه د هغو نښو یادونه شوې چې د اروايي ستونزو په پېژندلو کې مرسته کوي او د درملنې اړتیا څرګندوي. په پایله کې کتاب لوستونکي دې ته هڅوي چې د خپل جسمي روغتیا تر څنګ خپلې اروايي روغتیا ته هم پاملرنه وکړي، ځکه سالم ذهن د بریالي، آرام او متوازن ژوند بنسټ ګڼل کېږي.